د کمپیوټر ساینس پوهنځی په سافټویر، شبکو، مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتي سیستمونو کې عصري برنامې وړاندې کوي.
په نننۍ نړۍ کې د اطلاعاتو او ارتباطاتو ټکنالوژي په پرمختللو ټولنو کې د پراختیا بنسټ بلل کېږي، د کمپیوټر ساینس او اړوندو تخصصونو ونډه تر بل هر وخت ډېر مهم او برجسته شوی دی.
د رڼا پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی د دې برخې د اهمیت په درک کولو سره هڅه کوي, چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو کې د تحصیل، څېړنو او نوښتونو لپاره زمینه برابره کړي.
دغه پوهنځی د ۲۰۰۹ میلادي کال له تاسیس راهیسې تل هڅه کړې چې د لوړو زدهکړو وزارت د علمي معیارونو د پلي کولو او د عصري میتودونو په کارولو سره داسې وړ، نوښتګر او ژمن متخصصین وروزي چې د هېواد د سافټویر صنعت او ټکنالوژۍ اړتیاوو ته ځواب ووايي.
د دې پوهنځي محصلین د زدهکړو په بهیر کې د کمپیوټر ساینس له اساسي مفاهیمو، پروګرام لیکنې ، سافټویر انجینري، د معلوماتو امنیت، د معلوماتي بانک سیسټمونو، شبکو، د شبکو امنیت او ویب پراختیا سره اشنا کېږي. په دې پوهنځي کې تحصیلي تګلاره پر عملي زدهکړې، ډلهییز کار او د شته ستونزو د حل وړتیاوو پر پیاوړتیا ولاړه ده، څو محصلین وکولای شي د کار بازار او څېړنې لپاره اړین مهارتونه په اغېزمن ډول ترلاسه کړي.
د رڼا پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی نه یوازې د یوه تحصیلي بنسټ په توګه، بلکې د تفکر، نوښت او څېړنې د مرکز په توګه د تخنیکي او ډیجیټلي علومو په برخه کې فعالیت کوي. دغه پوهنځی هڅه کوي چې د متخصص بشري ځواک په روزنې سره د هېواد د معلوماتي ټکنالوژۍ د ودې او پراختیا په برخه کې ارزښتناک رول ولوبوي.
موږ راتلونکي ته په مثبت نظر ګورو؛ هغه راتلونکی چې د محصیلنو، علمي کادرونو او کارکوونکو د باور او ګډو هڅو پر مټ به ځلانده او له انرژۍ څخه مالامال وي. داسې راتلونکی چې زموږ د څېړنو او نوښتونو په پایله کې به رامنځته شي او دا پوهنځی به د علم او ټکنالوژۍ په نړيوال ډګر کې د يو مخکښ قطب په توګه معرفي کړي.
موږ به د بشپړې انرژۍ او نه ستړې کېدونکو هڅو پرمټ به د پرمختګ دې سفر ته دوام ورکړو. په ځان او پر يو بل باور، ورځ تر بلې د زياتېدونکي همت په وسيله به هڅه کوو څو په دې علمي او ټکنالوژيکي بهير کې سترو برياوو او لاسته راوړنو ته ورسېږو.
د پوهنځي مخینه
د رڼا پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځی، چې په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې تأسيس شوی، د کمپيوټر ساينس او معلوماتي ټکنالوژۍ په ډګر کې د زده کړو او څېړنو لپاره يو علمي، ښه، دوستانه او مشارکتي چاپېريال برابروي. دغه پوهنځی د نويو تدريسي لارو چارو، محصلمحوره زده کړو او د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د علمي معيارونو په رعايت کولو سره فعاليت کوي او هېوادوالو ته باکيفيته تحصيلي خدمتونه وړاندې کوي.
د لوړو زده کړو وزارت له لوري د درسي نصاب تر تصويب وروسته، د کمپيوټر ساينس پوهنځی په رسمي ډول د نوي ملي نصاب پر بنسټ خپل فعاليت پيل کړ. اوس مهال محصلین په دې څانګه کې خپل نظري او عملي درسونه په تخصصي ډول تعقيبوي او مسلکي مهارتونه تر لاسه کوي.
د پوهنځي موخې
د رڼا پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځی، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ (Information Technology) او سافټوېير انجينرۍ (Software Engineering) ډيپارتمنتونه درلودونکی دی، د کمپيوټر ساينس او معلوماتي ټکنالوژۍ په ډګر کې د متخصصو، نوښتګرو او ژمنو بشري سرچينو د روزنې په موخه فعاليت کوي.
د دې پوهنځي اساسي موخې په لاندې ډول دي:
د کمپيوټر ساينس په برخه کې د تخنيکي مهارتونو د زده کړې او پراختيا لپاره د يو علمي او څېړنيز چاپېريال رامنځته کول.
د معلوماتي ټکنالوژۍ او سافټوېير انجينرۍ په بېلابېلو څانګو کې د وړ او مسلکي متخصصانو روزل، څو د ملي او نړيوال کار بازار غوښتنو ته ځواب ووايي.
د کمپیوټر ساینس پوهنځی په دې هڅه کې دی، چې د نوې ټکنالوژۍ په کارونې، د معیاري تحصیلي او پرمختللو څېړنو په ترسره کولو سره د کمپیوټر ساینس په ډګر کې پر یو مخکښ، معتبر او څېړن محوره پوهنځي بدل شي.
د کمپیوټر ساینس پوهنځی ژمن دی، چې د معیاري زدهکړو د وړاندې کولو، د مسلکي او متخصصو کادرونو د روزنې، د کمپیوټرساینس په اړوندو برخو کې د کارنده څېړنو د ترسره کولو او د عملي مهارتونو د پیاوړتیا له لارې، یو فعال، نوښتګر او متحرک تحصیلي چاپېریال رامنځته کړي او د ګډ کار، انتقادي تفکر او نوښت د ترویج له لارې هڅه کوي چې د محصلینو علمي او تخنیکي ظرفیتونه لوړ کړي او د ټولنې په پرمختګ کې اغېزناک او مسوولانه رول ولوبوي.
د رڼا پوهنتون د کمپیوټر ساینس پروګرام د ساینسي زده کړو د اصولو بنسټ جوړوي، د دې پروګرام موده څلور کاله ده او هغو ځوانانو لپاره طرحه شوې، چې د ساینسي زده کړو په برخه کې یې د زده کړو تکل کړی او د هغوی د استعدادونو غوړېدا لپاره تل له نویو میتودونو څخه استفاده کوي.
د رڼا پوهنتون د کمپيوټر ساينس پروګرام د ملي او نړيوالو مجربو استادانو له لوري، چې د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې یې زده کړې کړي تدریسېږي. همدارنګه د محصلینو د وړتياوو د لوړولو لپاره کمپيوټري مهارتونه او د ظرفيت لوړولو پروګرامونه هم په لاره اچول کېږي. د دغو پروګرامونو په بشپړولو سره محصلین کولای شي په خپل مسلکي ژوند کې له ارزښتناکو فرصتونو څخه برخمن شي او خپلې ساینسي فعالیتونه د اوج پوړیو ته ورسوي.
نن، د دې پوهنځي له تأسيس څخه کلونه تېرېږي، خو زموږ موخه لا هم د علمي او څېړنيزې پراختيا، باکيفيته زده کړې او د ټولنې لپاره د لوړو ارزښتمندو خدمتونو وړاندې کول دي. موږ د يوې متحدې، ځواکمنې او همغږې علمي ټولنې په توګه هڅه کوو چې د علمي او تخنيکي معيارونو په لوړولو سره د کمپيوټر ساينس په ډګر کې يو برلاسی او تلپاتې مقام خپل کړو. په وياړ سره وایو چې د کمپيوټر ساينس پوهنځی د زده کړو، نويو ټکنالوژيو، پرمختللو څېړنو او له صنعت سره د اړيکو په برخه کې په يو مخکښ علمي مرکز بدل شوی دی. دلته موږ د داسې تعليمي چاپېريال د رامنځته کولو په لټه کې یو چې هر محصل وکولای شي د خپلو نوښتګرو افکارو او خلاقيت له لارې په راتلونکي کې د يو بنسټګر په توګه راڅرګند شي او د کار بازار ته په بشپړ مسلکي چمتووالي دننه شي.
د رڼا پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د سافټوير انجينرۍ ډيپارتمنت د نويو تدريسي لارو چارو، محصلمحوره...
نور وګورئد رڼا پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ ډيپارتمنت د نويو تدريسي لارو چارو، محصلمحو...
نور وګورئ