د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د راډیو او تلویزیون ژورنالیزم لیسانس پروګرام محصلین د غږیزو او انځوریزو رسنیو په برخه کې په نظري او عملي مهارتونو سمبالوي او هغوی د راډیو، تلویزیون او ډیجیټل رسنیو لپاره چمتو کوي.
د راډیو او تلویزیون دیپارتمنت په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي په چوکاټ کې تاسیس شو او په ۱۳۹۶ کال کې یې د عملي ژورنالیزم د پیاوړتیا لپاره د محصلینو منل پیل کړل. دا پروګرام د نظري او عملي زده کړو د یوځای کولو له لارې د مسلکي ژورنالیستانو د روزنې هڅه کوي.
په دې پروګرام کې محصلین د راپور جوړونې، ویاندۍ، پروګرام جوړونې، کارگردانۍ، مستند جوړونې او د راډیو او تلویزیون د پروګرامونو د تولید مهارتونه زده کوي. همدارنګه د پوهنتون د رسنیو له لارې لکه فیسبوک، یوټیوب او ویبپاڼې څخه د پروګرامونو په تولید او خپرولو کې عملي ګډون کوي.
د راډیو او تلویزیون په برخه کې د مسلکي ژورنالیستانو روزنه.
د رسنیزو پروګرامونو د تولید عملي مهارتونو پیاوړتیا.
د عصري رسنیزو ټکنالوژیو معرفي کول.
د عملي او تخلیقي ژورنالیزم پراختیا.
د رسنیو د بازار لپاره د مسلکي کادرونو چمتو کول.
د دې پروګرام فارغان کولی شي په لاندې برخو کې کار وکړي: