د رڼا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو لیسانس پروګرام محصلین د سیاست، حکومتدارۍ او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې په علمي پوهه او تحلیلي مهارتونو سمبالوي.
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو دیپارتمنت د رڼا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي یو علمي او څېړنیز واحد دی. دا پروګرام د سیاسي نظامونو، حکومتدارۍ، داخلي او بهرنۍ پالیسۍ او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو مطالعه کوي.
په دې پروګرام کې محصلین د سیاسي نظریو، مقایسوي سیاست، نړیوالو قوانینو، بهرنۍ پالیسۍ، سیمهییزو شخړو او نړیوالو سیاسي مسایلو سره بلدتیا پیدا کوي. د دې پروګرام موخه دا ده چې محصلین د سیاسي تحلیل او څېړنې په مهارتونو سمبال کړي څو وکولای شي په دولتي ادارو، نړیوالو سازمانونو او څېړنیزو مرکزونو کې فعالیت وکړي.
د سیاسي علومو په برخه کې د تحلیلي مهارتونو پراختیا.
د سیاسي نظریو او نړیوالو سیاسي سیستمونو معرفي کول.
د سیاست جوړونې او حکومتدارۍ لپاره د متخصصو کادرونو روزنه.
د سیمهییزو او نړیوالو شخړو د تحلیل وړتیا لوړول.
د دولتي او نړیوالو ادارو لپاره د مسلکي کادرونو چمتو کول.
د دې پروګرام فارغان کولی شي په لاندې برخو کې کار وکړي: