د رڼا پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ لیسانس پروګرام محصلین د عصري معلوماتي ټکنالوژۍ، کمپیوټري شبکو او د معلوماتو د امنیت په برخه کې په علمي او عملي مهارتونو سمبالوي. دا پروګرام د نظري او عملي زده کړو په یوځای کولو سره د معلوماتي ټکنالوژۍ مسلکي کادرونه روزي.
د معلوماتي ټکنالوژۍ لیسانس پروګرام د رڼا پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له خوا د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د نصاب له مخې وړاندې کېږي. په دې پروګرام کې محصلین د کمپیوټري شبکو د ډیزاین، تطبیق او مدیریت، د معلوماتي سیستمونو، عملیاتي سیستمونو او سایبري امنیت اړوند مهم مفاهیم او مهارتونه زده کوي.
همدارنګه محصلین د ډیټا ارتباطاتو، د شبکو مدیریت، د سیستمونو اداره او د معلوماتو د امنیت له اصولو سره بلدتیا پیدا کوي تر څو وکولای شي د معلوماتي ټکنالوژۍ په بېلابېلو مسلکي برخو کې فعالیت وکړي.
د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د محصلینو علمي او مسلکي مهارتونه لوړول.
د کمپیوټري شبکو د ډیزاین، مدیریت او ساتنې زده کړه.
د شبکو او معلوماتو د امنیت په برخه کې د مهارتونو پراختیا.
د ټکنالوژۍ د بازار اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره مسلکي کادرونه روزل.
د ډیجیټلي سواد ترویج او د نوې ټکنالوژۍ اغېزمن کارول.
د معلوماتي ټکنالوژۍ د لیسانس فارغان کولی شي په لاندې برخو کې کار وکړي: