Social Media

Rana University Logo
shape

معلوماتي ټکنالوژۍ

معلوماتي ټکنالوژۍ

د رڼا پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ ډيپارتمنت د نويو تدريسي لارو چارو، محصل‌محور زده‌کړو او د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د علمي معيارونو پر بنسټ خپل علمي او تدريسي فعاليتونه پر مخ وړي او هېوادوالو ته تحصيلي او تعليمي خدمتونه وړاندې کوي. دغه ډيپارتمنت له ۱۳۸۸ لمريز کال راهيسې د کمپيوټر ساينس پوهنځي په چوکاټ کې فعاليت کوي

د رڼا پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ ډيپارتمنت د نويو تدريسي لارو چارو، محصل‌محور زده‌کړو او د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د علمي معيارونو پر بنسټ خپل علمي او تدريسي فعاليتونه پر مخ وړي او هېوادوالو ته تحصيلي او تعليمي خدمتونه وړاندې کوي. دغه ډيپارتمنت له ۱۳۸۸ لمريز کال راهيسې د کمپيوټر ساينس پوهنځي په چوکاټ کې فعاليت کوي.

دغه ډيپارتمنت، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د درسي نصاب له بشپړېدو وروسته، په رسمي ډول د نوي ملي نصاب پر بنسټ په خپلواکه توګه فعاليت پيل کړ او محصلین په دې رشته کې خپل نظري او عملي درسونه په تخصصي ډول مخته وړي.

د معلوماتي ټکنالوژۍ ډيپارتمنت د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو په ډګر کې يو له مهمو او حياتي څانګو څخه شمېرل کېږي، چې د انټرنټي شبکو د ارزونې، پراختيا، پلي کولو او ساتنې چارې تر سره کوي. دغه ډيپارتمنت محصیلنو ته هغه مهارتونه او علمي پوهه وړاندې کوي چې د بېلابېلو شبکه يي سيسټمونو د طرحې او پلي کولو لپاره اړين دي؛ لکه د تطبيقي پروګرامونو جوړول، د شبکو ډيزاين، د شبکو کنټرول او د متنوعو سيسټمونو مديريت.

د دې ډيپارتمنت د تدريسي پروګرامونو په ترڅ کې محصلین د معلوماتي ټکنالوژۍ له بنسټيزو اصولو، د معلوماتو له لېږد (Data Communication)، د عامل سيستمونو له ازموينې او پلي کولو سره بلدتيا پيدا کوي. همدارنګه هغوی د انټرنټي شبکو د مديريت له تخنيکونو او وسايلو، د تخنيکي اسنادو له چمتو کولو، او د شبکه يي سيسټمونو د امنيت له اصولو سره اشنا کېږي.

د دې ډيپارتمنت فارغان کولای شي د شبکو د ډيزاين، معلوماتي سيسټمونو، مخابراتي سيسټمونو او د معلوماتو د امنيت په برخو کې مسلکي فعاليت ترسره کړي. دغه ډيپارتمنت تر اوسه هڅه کړې چې د لوړو زده کړو وزارت له معيارونو سره سم علمي او تدريسي خدمتونه وړاندې کړي او محصلینو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ په نړۍ کې د پرمختګ او د شبکو د انجينرۍ او معلوماتي سيسټمونو د امنيت په برخه کې د تخصصي مهارتونو د لوړولو لپاره غوره فرصتونه برابر کړي.


رسالت

د معلوماتي ټکنالوژۍ ډيپارتمنت په دې موخه فعاليت کوي چې د نويو معلوماتي ټکنالوژيو په برخه کې د محصلینو د پوهاوي کچه لوړه کړي، ډيجيټلي سواد ترويج کړي، د سيسټمونو او شبکه یي معلوماتو د امنيت او د محرمیت د ساتنې ډاډ ترلاسه کړي، غوره علمي او تخنيکي خدمتونه وړاندې کړي او د ټولنې د ودې لپاره متخصص او مسلکي کادرونه وروزي.


لیدلوری

د معلوماتي ټکنالوژۍ ډيپارتمنت د معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختيا، د شبکو د ډيزاين او امنيت د پياوړتيا په موخه هڅه کوي هېواد ته اغېزمن، معیاري علمي او تخنيکي خدمتونه وړاندې کړي، تر څو ټولنې ته د خدمت جوګه شي او د اکاډميکو بنسټونو په کچه لوړ مقام خپل کړي.