په دې برنامه کې ګډونوالو ته فرصت برابر شو، څو د مصنوعي ځیرکتیا له وروستیو پرمختګونو او د زده کړو، سوداګرۍ، څېړنې، روغتیايي او عامه خدمتونو په بېلابېلو برخو کې د هغې له اغېزو سره بلد شي.
د سمینار په ترڅ کې د مصنوعي ځیرکتیا مشهور پلېټفارمونه، لکه ChatGPT، Google Gemini، Microsoft Copilot، Claude او Perplexity AI معرفي شول او د هغوی د عملي کارونې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول. همدارنګه، د زده کړو او علمي څېړنو پیاوړتیا، د کاري اغېزمنتیا لوړول، د نوښت او کارپنځونې ملاتړ او د ډیجیټلي اقتصاد او راتلونکو دندو لپاره د محصلینو چمتو کول د بحث مهم محورونه وو.
رڼا پوهنتون باور لري چې د مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ پېژندنه او اغېزمنه ګټه اخیستنه د نننۍ نړۍ له اساسي اړتیاوو څخه ده، له همدې امله د علمي سمینارونو، ورکشاپونو او عملي ښوونیزو پروګرامونو له لارې هڅه کوي، څو محصلین د ډیجیټلي اقتصاد او مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې د بریا لپاره په اړینو مهارتونو سمبال کړي.



