په دې برنامه کې، څېړونکو او د علمي کادر غړو د خپلو علمي څېړنو پایلې له ګډون کوونکو سره شریکې کړې او د بېلابېلو علمي موضوعاتو په اړه یې خپل نظریات شریک کړل.
دغه سمینار د څېړنیزو تجربو د تبادلې، د علمي همکاریو پراختیا او د نوو څېړنیزو لاسته راوړنو د پېژندنې لپاره مناسب فرصت برابر کړ.
رڼا پوهنتون ژمن دی، چې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو په ملاتړ سره، د پوهې تولید، نوښت او د زده کړو کیفیت لوړولو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي او د ټولنې په علمي پرمختګ کې ښه رول ولوبوي.



