Social Media

Rana University Logo
shape

په رڼا پوهنتون کې د اقلیمي بدلونونو او د چاپېریال ککړتیا نړیوال کړکېچ په اړه د ملګرو ملتونو د بېړنۍ غونډې تمثیلي ناسته ترسره شوه

  • کور
  • خبرونه
  • په رڼا پوهنتون کې د اقلیمي بدلونونو او د چاپېریال ککړتیا نړیوال کړکېچ په اړه د ملګرو ملتونو د بېړنۍ غونډې تمثیلي ناسته ترسره شوه
په رڼا پوهنتون کې د اقلیمي بدلونونو او د چاپېریال ککړتیا نړیوال کړکېچ په اړه د ملګرو ملتونو د بېړنۍ غونډې تمثیلي ناسته ترسره شوه

په دې علمي برنامه کې محصلینو د بېلابېلو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او اړوندو بنسټونو د استازو په توګه ګډون کړی و او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو، د چاپېریال ککړتیا، نړیوالې تودوخې، د طبیعي سرچینو مدیریت او د نړیوالې همکارۍ د لارو چارو په اړه بحثونه او د نظرونو تبادله وکړه.

ګډونوالو د خپلو آندونو په وړاندې کولو، د وړاندیزونو په طرحه کولو او د هغو هېوادونو د دریځونو په دفاع سره چې استازیتوب یې کاوه، د ملګرو ملتونو د غونډو واقعي فضا تمثیل کړه او د مذاکرې، ډیپلوماسۍ، د نړیوالو مسایلو تحلیل او ګډې پرېکړې کولو په برخه کې یې ارزښتناکې تجربې ترلاسه کړې.

د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې مسوولینو د دې برنامې موخه له ډیپلوماتیکو بهیرونو سره د محصلینو بلدتیا، د انتقادي تفکر پیاوړتیا، د رهبرۍ مهارتونو پراختیا او د نړیوالو مسایلو په اړه د مسوولیت مننې روحیې وده بللې ده.

رڼا پوهنتون تل هڅه کوي چې د علمي، ښوونیزو او عملي پروګرامونو له لارې محصلینو ته د علمي او مسلکي ودې زمینه برابره کړي او هغوی د ملي او نړیوالو ننګونو په حل کې د اغېزمن رول ادا کولو لپاره چمتو کړي.