Social Media

Rana University Logo
shape

رڼا پوهنتون کې د حقوقو څانګې له لوري تمثیلي محکمه جوړه شوه

  • کور
  • خبرونه
  • رڼا پوهنتون کې د حقوقو څانګې له لوري تمثیلي محکمه جوړه شوه
رڼا پوهنتون کې د حقوقو څانګې له لوري تمثیلي محکمه جوړه شوه

دغه برنامه چې د «مدني محکمې ډول» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه پکې ګڼو استادانو، محصلینو او علمي کادرونو ګډون کړی و.

په دې برنامه کې محصلینو د قاضي، وکیل، منشي او د دعوې د لوریو په ګډون بېلابېل تمثیلي رولونه ولوبول او یوه ګڼل شوې مدني قضیه یې د نافذه قوانینو، حقوقي اصولو او قضایي تشریفاتو له مخې تمثیل کړه.

د محکمې د پړاوونو عملي تطبیق، د حقوقي دلیلونو وړاندې کول او د حکم صادرول، محصلینو ته دا فرصت برابر کړ، چې خپله نظري پوهه په عملي ډګر کې وازمويي او له قضایي بهیر سره بلد شي.

د حقوقي روزونکو په باور، د دې ډول علمي پروګرامونو وړاندې کول د محصلینو مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې مهم رول لري.

په واټساپ کې زموږ سره خبرې وکړئ په واټساپ کې زموږ سره خبرې وکړئ