Social Media

Rana University Logo
shape

رڼا پوهنتون کې د (اداري فساد پر وړاندې مبارزه) تر سرلیک لاندې علمي سمینار جوړ

  • کور
  • خبرونه
  • رڼا پوهنتون کې د (اداري فساد پر وړاندې مبارزه) تر سرلیک لاندې علمي سمینار جوړ
رڼا پوهنتون کې د (اداري فساد پر وړاندې مبارزه) تر سرلیک لاندې علمي سمینار جوړ

په دې سمینار کې د اداري فساد مفهوم، د رامنځته کېدو عوامل او زمینه، پر اداري، اقتصادي او ټولنیز نظام یې منفي اغېزې او همدارنګه د دې پدیدې د مخنیوي او ورسره د مبارزې اغېزمنې لارې چارې وڅېړل شوې.

د سمینار ویناوال، استاد محمد طارق ځواک، د اداري فساد په مخنیوي او کمولو کې د عامه پوهاوي، د قانوني بنسټونو پیاوړتیا، د روڼتیا او حساب ‌ورکونې اصولو په پام کې نیول او د وګړو د مسؤلیت ‌مننې پر اهمیت ټینګار وکړ.

نوموړي، اداري فساد پر وړاندې مبارزه د پرمختګ، ټولنیز عدالت او ښې حکومتولۍ د ټینګښت له بنسټیزو شرطونو څخه وبلله.

رڼا پوهنتون د دې ډول علمي پروګرامونو له لارې هڅه کوي د محصلینو تخصصي پوهه او علمي وړتیاوې پیاوړې کړي او هغوی په ټولنه کې د اغېزمن، مسؤلانه او مسلکي رول ادا کولو ته چمتو کړي.

په واټساپ کې زموږ سره خبرې وکړئ په واټساپ کې زموږ سره خبرې وکړئ