په دې سمینار کې د ټولګي د اغېزمن مدیریت، د مناسب ښوونیز چاپېریال د رامنځته کولو، د ټولګي د تنظیم او کنټرول، له محصلینو سره د اغېزمن تعامل او د زدهکړې په بهیر کې د هغوی د ګډون د زیاتوالي اړوند مهم موضوعات تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول.
د دغه ډول ښوونیزو پروګرامونو جوړول د استادانو د ظرفیت لوړولو، د تدریس کیفیت د ښه والي او په رڼا پوهنتون کې د یوه غوړېدلي او اغېزمن ښوونیز چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې اغېزمن ګام بلل کېږي.



