په دغه لیدنه کې محصلانو د بانکي نظام له جوړښت، فعالیتونو، اسلامي بانکوالۍ اصولو، مالي خدمتونو او د مالي بنسټونو له اجرااتو سره بلدتیا پیدا کړه.
همدارنګه، محصلان د بانک له عملي فعالیتونو، اسلامي مالي خدمتونو او د اقتصادي ودې او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په پراختیا کې د بانک له رول سره له نږدې اشنا شول.
رڼا پوهنتون هڅه کوي، چې د علمي لیدنو او عملي پروګرامونو له لارې د محصلانو مسلکي مهارتونه پیاوړي او هغوی د کار بازار ته چمتو کړي.



