Social Media

Rana University Logo
shape

د راډیو-ټلویزیون څانګه

د راډیو-ټلویزیون څانګه

د راډیو-ټلویزیون څانګه د رسنیو په برخه کې له متخصصو، با‌تجربه او ژمنو استادانو څخه برخمنه ده او د ټلویزیون او راډیو په مجهزو سټوډیوګانو سمبال ده. دغه څانګه په عملي ډول د راډیويي او ټلویزیوني پروګرامونو د تولید او خپرولو چارې پر مخ وړي، چې د ژورنالیزم پوهنځي د فیسبوک پاڼې، د پوهنځي د وېبلاګ او د رڼا پوهنتون د یوټیوب له لارې خپرېږي.

د راډیو-ټلویزیون څانګه په ۱۳۹۲ کال کې تأسیس شوه او په ۱۳۹۶ کال کې یې د عملي ژورنالیزم د ودې او نظري او عملي زده‌کړو د یوځای کولو په موخه د محصلینو جذب کول پیل کړل.

دغه څانګه د ژورنالیزم د تخصصي کولو په برخه کې فعالیت کوي. تحصیل په افغانستان کې د نظریې او عمل ترمنځ موجوده تشه په بشپړه توګه نه ده ډکه کړې.

د راډیو-ټلویزیون څانګه د رسنیو په برخه کې له متخصصو، با‌تجربه او ژمنو استادانو څخه برخمنه ده او د ټلویزیون او راډیو په مجهزو سټوډیوګانو سمبال ده. دغه څانګه په عملي ډول د راډیويي او ټلویزیوني پروګرامونو د تولید او خپرولو چارې پر مخ وړي، چې د ژورنالیزم پوهنځي د فیسبوک پاڼې، د پوهنځي د وېبلاګ او د رڼا پوهنتون د یوټیوب له لارې خپرېږي. د دې پروګرامونو تولید، وړاندې کول او تنظیم د همدې څانګې د محصلینو له خوا ترسره کېږي.

یاده څانګه د کاربردي ژورنالیزم د پیاوړتیا لپاره هڅه کوي چې د معلوماتو رسونې له نوې ټکنالوژۍ څخه ګټه واخلي، څو د علم او هنر ترمنځ همغږي رامنځته کړي او داسې ژورنالستان وروزي چې د خلاقیت او نوښت پر مټ وکولای شي تخصصي او څېړنیز ژورنالیزم ته وده ورکړي او د رسنیو او خبریالۍ په ډګر کې د باور وړ څېرې وګرځي.



رسالت

د راډیو - ټلویزیون څانګه ژمنه ده، چې په افغانستان کې د ژورنالیزم او نوې خبریالۍ د ودې او پراختیا لپاره اغېزمن ګامونه واخلي. دغه څانګه د معاصرو لارښوونو او نوېو تدریسي میتودونو پر بنسټ محصلین د ویاندویۍ، راپورلیکنې، کارګردانۍ او مستندکولو په برخو کې روزي.


لیدلوری

د راډیو - ټلویزیون څانګه د روزل شویو او مسلکي کادرونو او همدارنګه د اړیکو د نوې ټکنالوژۍ په لرلو سره، د ویاندویۍ، راپورلیکنې، نوې خبریالۍ او کارګردانۍ په برخو کې فعالیت کوي. دغه څانګه د هېواد او سیمې په کچه د یوه بااعتباره علمي بنسټ په توګه خپل مسلکي او اکاډمیک فعالیتونه پر مخ وړي