د حقوقو ډيپارټمنټ د رڼا پوهنتون له مهمو علمي څانګو څخه شمېرل کېږي، چې د حقوقو په بېلابېلو برخو کې د تدریس او څېړنې چارې پر مخ وړي. دغه څانګه د مدني حقوقو، جزايي حقوقو، سوداګریزو حقوقو، نړیوالو حقوقو او اداري حقوقو په څېر پراخې او بنسټیزې برخې رانغاړي.

په دې څانګه کې محصلین نه یوازې د حقوقي نظریو او نافذه قوانینو سره بلدتیا پیدا کوي، بلکې د قانون د تحلیل، تفسیر او عملي تطبیق اړین مهارتونه هم زده کوي. د نظري پوهې او عملي مهارتونو یوځای کول محصلین دې ته چمتو کوي چې د واقعي ژوند له حقوقي ننګونو سره په مسلکي او باوري ډول مقابله وکړي.
د حقوقو څانګه ژمنه ده چې د نظري او عملي تدريس له لارې د محصلینو هغه وړتياوې پياوړې کړي چې د قوانينو او حقوقي قواعدو د تجزيې او تحليل، څېړنيزو فعاليتونو او د قانوني موادو د سمې استفادې لپاره اړينې دي. د همدې موخې پر بنسټ، دغه ډيپارتمنت هڅه کوي چې د جزايي، مدني او تجارتي قضيو په برخو کې روزل شوي، باخبره او مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.
د حقوقو څانګه د اکاډميکو بنسټونو ترمنځ د يو مخکښ علمي مقام د ترلاسه کولو په موخه، د معیاري حقوقي پوهې وړاندې کولو ته ژمن دی، څو د قوانينو د تحليل او تفسير، د حقوقي مفاهيمو د ژور درک او د حقوقي ارزښتونو د مروج کېدو په برخو کې روزل شوي او وړ کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي او هېواد ته د خدمت جوګه شي.