English دری پشتو

رسنۍ

په ژورنالیزم کې د فیچر ارزښت

content
2019-01-19

ډېرو لیکوالانو ته دا خبره مهمه وي، چې په کومه موضوع فیچر ولیکي؟ دا دومره سخته خبره نه ده ځکه ویل کېږي چې د نړۍ په هر څه فیچر لیکل کېږي. خو فیچر د موضوع په انتخاب کې باید دوو ټکو ته پام وکړو، لومړی دا چې موضوع لوستونکو ته په زړه پورې وي او دوهمه خبره دا چې فیچر لیکوال د موضوع په هکله باید نوې خبرې ولري.

ایټل جیکسن ویلي وو: په نړۍ کې داسې ځای نشته چې هلته د فیچر موضوع نه وي.

فیچر په هر شخص لیکل کیدلی شي، دا اړینه نه ده چې شخص مهم وي اړینه دا ده چې د شخص په هکله په زړه پورې معلومات او نوې خبرې ولري. نن سبا ورځپاڼې د مشهورو مشرانو، لوړپوړو چارواکو ترڅنګ د پېژندل شويو کسانو ستونزو او نظرونو ته خامخا پام کوي. که کوم ژورنالیست پر ټکسي چلونکي، هتۍ وال، ساعت جوړونکي او داسې نورو عامو کسانو باندې فیچر ولیکي لوستونکي یې په مینه لولي.

کلارنس اې سکونفیلډ د فیچر موضوع  د لټولو لپاره پنځه لس بېلابېلې لارې بیان کړي دي. یادښتونه، اتفاقي کتنې، ځاني تجربې، ځانې بوختیاوې، د ټولنیز پرمختک او هوساینې ادارې، کنوانسیون او سمپوزیم، کتابتون موزیم او تاریخي ودانۍ، د عامه اړیکو ادارې، کور، له تاریخ سره اړیکه، د ټوکو پېښې، کال هنداره، کتابتون، ورځپاڼه، او رسالې.

            د فیچر د موضوع انتخاب د موادو سرچېنې هم ټاکي، څنګه چې فیچر وي په هغې ډول یې مواد هم ورته راټولېږي. مواد له کتابونو، رسالو، تجربو او مرکو څخه هم ترلاسه کېدلای شي. مرکه په ژورنالیزم کې ډېر ارزښت لري، په مرکه کې نه یواځې په زړه پورې حقایق بیانېږي بلکې نوي معلومات هم په ډاګه کوي.

جان بریډي وایي: «مرکه کول یو فن دی باید یې څوک عادي ونه ګڼي» نن سبا په ژورنالیزم کې هغې لیکنې ته ډېر ارزښت ورکول کېږي چې کومې لیکنې کې مرکه ترسره شوې وي.

فیچر عموما په لاندې شپږو برخو ویشل شوی دی؛ پیلامه، منځنۍ برخه، پای، سرلیکونه، های لایټس، تصویرونه او نقشې.

پیلامه: د فیچر لومړني پاراګراف ته پیلامه وایي. پيلامه په لیکوال پورې اړه لري چې کومه برخه د پيلامې په توګه غوره کوي. د ځينو فیچر لیکوالو په خبره چې د فیچرلیکلو په وخت کې تر ټولو ډېر وخت به د فیچر په پیلامه کې تېروئ، که پیلامه ښه نه وه نو لوستونکي یې په مینه نه لولي. په پیلامه کې اړینه ده چې د خبر په څېر مهم حقایق پکې وي.په پيلامه کې دومره تفصیلات وړاندې نه شي چې لوستونکي د فیچر پاتې برخې ونه لولي.

د فیچر منځنۍ برخه: د پيلامې څخه وروسته د فیچر منځنۍ برخه پېلېږي، په دې برخه کې د مسلې پېژندنه، شالید او خپله څيړنه وړندې کوي. د فیچر هرې جملې ته پام پکار ده چې کومه جمله ګونګه او پېچلې پاتې نه شي. پاراګراف نه ډېر اوږد او نه ډېر لنډ شي، فیچرعام خلک لولي د دې لپاره فیچرعام فهمه پکار دی، د فیچر منځنۍ برخه کې مکالمې هم ډېر ارزښت لري، په هغه لیکنه کې ښکلا او بې تکلفي پيدا کوي ځکه لوستونکي ځان حقایقوته نږدې محسوسوي.

پای: د فیچرپای له دې پلوه ډير مهم دی چې په هغه کې لوستونکو ته د یو تاثیر انتقالولو کوښښ کېږي، فیچر لیکوال د یوې جملې، فقرې او یا د محاورې په تکرارولو سره د تاثیر پېداکولو هڅه کوي، ډېری فیچر لیکوال د ټول فیچر لنډیز په څو کلیمو کې بیان کوي مګر دا څو کلمې ډېرې مانا لرونکې او اغیزناکې دي.

سرلیک: د فیچر په سرلیک کې کلیمې نه بلکې د خپرولو انداز هم ارزښت لري. د سرلیک اصلي موخه لوستلو ته د لوستونکو هڅول دي او هغه ته د متن په هکله یو څه معلومات برابر وي، هتمي نه ده چې سرلیکونه دې ډېرې کلمې ولري بلکه داسې فیچرونه هم شته چې دوه یا درې کلمې لري او ډېر لوی مفهموم پکې بیانوي.

های لایټس: د فیچر ځينې برخې په روښانه توګه خپرېږي چې ورته های لایټس وايي د فیچر مهم مواد لوستونکو ته یې په زړه پورې کوي. د نوې ټکنالوژۍ له برکته اوس د روښانه سرلیکونو او رنګه تصویرونو استعمال عام شوي دي.

تصویرونه او نقشې: د چنایي فلسفي کنفیوش په وینا یو تصویر له زرو کلیمو څخه هم غوره دی، په اوسني وخت کې لوستونکي يواځې د سرلیکونو او تصویرونو د کتلو لپاره ورځپاڼې اخلي، د ژورنالیزم په نړۍ کې هغه لیکوال ډېر بریالی دی چې د تصویرونو ارزښت او اړتیا په ښه توګه وپېژني.

په فیچر کې يواځې د کمرې تصویرونه مهم نه دي بلکې خاکې، نقشې، کارتون او نور تصویرونه هم د ارزښت وړ دي.

جارج فوکس موټ د تصویرونو په هکله داسې وايي «تصویر فیچر ته څانګړی رنګ ورکوي د لوستونکو نظرونه  ژر رنګین او د ښو شیانو لور ته یې وراړوي  او په خپل ذهن کې د تصویر په هکله بېلابېلې کيسې جوړوي نو ځکه یې لوستونکي خوښوي»


پوهنتون رنا

رڼا پوهنتون © 2024-05-13 15:31:31