English دری پشتو

رڼا پوهنتون

تاریخچه

د رڼا په اړه

رڼا پوهنتون ۱۳۸۷ل کال کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو وزارت سره، د لوړو زده کړو ثبت شوې موسسې په توګه کابل ښار کې فعالیت پیل کړ. رڼا د لوړو زده کړو وزارت دکیفیت دتضمین د ټولو پالېسو او کړنلارو د پلي کیدا په پایله کې د ۲۰۱۴د جون په ۱۳مه نېټه د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو وزارت لخوا د ۷۱۰۱۵ نمبر سند، پر بنسټ دپوهنتون لقب تر لاسه او په خصوصي سکتور کې یې خپل نوی ځای تثبیت کړ.

رڼا پوهنتون د یوباکیفیته بنسټ په توګه، د لوړو زده کړو معیارونه تر لاسه کړي او په ښوونه او روزنه کې مثبت رول لوبولو ته ژمن دی. د اوسني عصر له شرایطو سره سم یې د ښوونیزو، روزنیزو پروګرامونو دموخو او په اصل کې خپلو موخو ته د رسیدو او د نوي نسل په ژوند کې د مثبتو بدلون را وستولو په برخه کې خپل رسالت ادا کړی او د لا پراختیالپاره یې هڅه کوي.

د ښوونې او روزنې عامول، هغه مهمه څانګه ده چې د نورو برخو د ځلولو لامل کیږي او خلک بریا او نېکمرغۍ ته رابولي، نو پردې بنسټ رڼا پوهنتون دا اصل په نړیوالو کچه دمنل شویو معیارونو په پام کې نیولو او د لوړو زده کړو په وړاندې کولو سره په عمل کې پلی کوي.

رڼا پوهنتون دیو علمي بنسټ په توګه په اوسني عصر کې دلوړو زده کړو په وړاندې کولو کې داسې ښوونیز اصل دخپلو فعالیتونو مهم ټکی ګڼلی چې اوږدې کیفي او حرفه يي موخې او د نن-سبا پر اړتیاو ولاړ مهارتونه تعقیبوي. دا پوهنتون اوسمهال، د سوداګرۍ ادارې، کمپیوټرساینس، حقوق او سیاسي علوم، عامې اړیکې او ژورنالیزم او بهرنیو ژبو څانګې لري.

د خصوصي لوړو زدکړو په سکتور کې د رڼاپوهنتون ځانګړنه، بهرنیو معتبرو پوهنتونو نو کې د ماسترۍ او دوکتورا تر کچې دلوړو زده کړو ترسره کړي علمي پلاوي درلودل دي.

سربېره پر دې زموږ تحصیلي اسناد، نړیوالو پېژندل شوی پوهنتونو او مؤسساتو سره په تفاهم ورکول کیږي، د دې ترڅنګ رڼا پوهنتون دوه ګوني پروګرامونه وړاندې کوي، څو محصلین وکولای شي له دې لارې ملي او بین المللي تجربه ترلاسه او نړیوالو ښوونیزو بسټونو کې د زده کړو په پایله کې اطلاعت تبادله کړي.

رڼا پوهنتون © 2024-04-19 20:28:11