رڼا پوهنتون

د خلاقیت او نوښت مرکز

د خلاقیت او نوښت مرکز

: د يونسکو د يو ويشتمې پېړۍ د لوړو زده کړو نړۍ لید، غوره پوهنتون په لاندې توګه پېژني
هغهځای، چې مهارتونه، نوښت، پنځونه او په زده کړو کې کارموندنه په کې له لوړو زده کړو د فاغانو د تسهیل او پر کار مونکو د بدلېدو په موخه وده مومي.
د رڼا دخلاقیت مرکز اصلي رسالت دا دی چې ،د نویو مفکورو ملاتړ ان تر هغه مهاله وکړي څو بازار ته پر وړاندې کېدونکي وړ محصولاتو واوړي.
نو له دې کبله، مرکز د تکړه او نوښتګرو خلکو ملاتړ په موخه - د ټکنالوژۍ د پرمختګ له نظره د وړ ملاتړ فرصت موندنې له لارې دنویو مفکورو د ودې او روزنې زمینه د لومړني ګام په توګه برابروي. هیله ده چې د دې مرکز کړنې به د هېواد د تکړه، ځوانانو ، پنځوونکو او کارموندونکو ځوانانو د وړتیا ځلونې لامل شي.

غوښتنه

خلاقیت او نوښت په برخه کې ځانګړي ځای ته لاس رسي او د نوښتګرو او خلاقو خلکو پېژندنه او وده ، د اختراعاتو په ثبتولو کې مرسته، په نړیواله کچه د اختراعاتو په سیالیو کې ونډه ، د اختراعاتو سوادګریزکول او د ټولنې دستونزو هوارول د دې مرکز له غوښتنو څخه دي.


ماموریت

مخترعینو د مادي او معنوي حقوقو ملاتړ، څېړنیزو کړنو او هېوادنیو اړتیاو پر لور د مختر عینو او مفکورو درلودونکو لارښوونه د دې مرکز ماموریت دی، دې موخې ته د رسېدا په پار لاندې ارونه مهم ګڼل کیږي /p>

  • خلاقیت او نوښت سره د محصلینو د بلدتیا په پار د روزنیزو پړاونو چمتو کول.
  • د تکړه او نوښتګرو مفګرو زیږونکو مخترعینو هڅونه.
  • د پوهنتون محصلینو ته د تخنیکي او تخصصي سلا ورکول او په په ملي او نړیواله کچه د اختراع ثبتول.
  • په نړیوالو علمي او تحقیقي مجلو کې د اختراعاتو اړوند علمي لیکنو ملاتړ.
  • د مخترعینو، پنځونکو، نمونه ی طرحو، او کاري فرصتونو په اړه د ډیټابېس جوړول.
  • دولت او خصوصي سکتور ته د مخترعینو او نوښتګرو له وړتیا او شونتیاو څخه د ګټې اخیستنې په پار دهغوی معرفي کول.
  • د پوهنتون، هیواد، سیمې اونړۍ په کچه د جشنوارو، نندارتونونو سیالویو او سیمنارونو جوړول.
  • د محصلینو د نوښتګرو مفکورو دثبتولو په موخه د یو ښه سیستم رامنځته کول.

د یادونې ده چې دې مرکز ترې دمهاله د ښاغلي مصطفی رضايي پر مشرۍ لاندې ویاړونه خپل کړي دي.

  • د( ARCA 2014، کرواشیازاګر) اختراعاتو دولسمې نړیوالې سیالۍڅخه د سپینو زرو مډال ترلاسه کول.
  • جنوبي کوریا کې د SIIF 2014 اختراعاتو نړیوالې سیالۍ څخه د برونزو مډال تر لاسه کول
  • دتایوان مخترعینوټولنې دځانګړې جایزې ترلاسه کول.
  • د جرمني نورمبرګ IENA 2015 اختراعاتو نړیوالۍ سیالۍ څخه د برونزو مډال ترلاسه کول.

پوهنتون رنا © 2024 , 2025