English دری پشتو

رسنۍ

د افغانستان د علومو اکاډمۍ پیژندنه او لاسته راوړنې

content
2019-01-19

د افغانستان د علومو اکاډمۍ پر ۱۳۵۷کال د وخت وزیرانو او همداسې د پښتو ټولنې، د تاریخ ټولنې اودایرة المعارف ټولنې په چوکاټ کې جوړه شوه.

د علومو اکاډمۍ د څلورو علمي رتبو لرونکې ده؛ محقق، د محقق مرستیال، سرمحقق او د سرمحقق مرستیال. د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې د بېلابېلو علومو په برخو کې علمي څېړنې ترسره شوې دي، لکه په هېواد کې د اقتصاد د پیاوړتیا او فرهنګي بډاینې په مقصد اوږد علمي تحقیقاتونه پر مخ رسول، د اوبو د سرچینو، منرالي موادو او د نورو طبیعې منابعوارزیابي او څېړنه، د زېرمو ټاکنه او ورته لارې چارې برابرول، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د لنډې او اوږدې مودې لپاره پلانونه جوړول او ترڅېړنې لاندې نیول، علومو اکاډمۍ د یادو دندو تر څنګ په هېواد کې د پوهې او علم د سطحې د لوړوالې د علومو په ډېرو سترو برخو کې څېړنه او رهبري کول، په هېواد کې د څېړنیزو چارو سمون، د څېړنیزو مسالو پرمخ بیولو لپاره د مادي او تخنیکي امکاناتو په لاره کې هڅه د افغانستان د علومو اکاډمۍ سترهدفونه دي.

د افغانستان علومو اکاډمۍ چې د هېواد په کچه يې یو شمېر زیات څېړونکي او پوهان روزلي او ټولنې ته وړاندې کړې دي چې صرف د بشري علومو په برخه کې یې د رسالو او کتابونو په کډون ۲۶۵ پروژې برابرې کړي دي.

د علومو اکاډمۍ چې د کورنۍ په کچه یې په لسګونه لوی او واړه، علمي، ادبي سیمینارونه او غونډې جوړ کړي دي او د هېواد د فرهنګ په بډاینه کې یې ونډه اخستې ده، همداسې د افغانستان د علومو اکاډمۍ ځيو غړو په نړیوالو سیمینارونو او غونډو کې د هېواد په نمایندګۍ برخه اخستې ده او علومو اکاډمۍ لخوا هم تر لسو زیات علمي او نړیوال کنفرانسوونه او سیمینارونه جوړ شوي دي؛ لکه د ابوعلي سینا بلخي، خوشحال خان خټک، ناصرخسرو بلخي، امیر کروړ نړیوال سیمینارونه د یادونې وړ دي چې په دې سیمینارونه کې یو شمېر بهرني  پوهانو او ادیبانو هم ګډون کړي کړي ول.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د خپلو علمي پروژو د چاپ او خپراوي تر څنګ په ځینو برخو کې لکه آریانا، خراسان، کابل، پښتون لرغونپوهنه او ځينې مجلې هم خپرې کړي دي.

په کال ۱۳۷۱ د کورنۍ جګړو پر وخت کې د اکاډمۍ ودانیود ته درانه زیانونه واړول شول  لکه د پښتو څېړنې نړيوال مرکز ودانۍ  د پښتو ژبې ادبیاتو او همداسې د کابل مجلې دفتر او یو شمېر نورو ادارو څخه پوځي اډې جوړې شوې وې د دې مرکز زیادتره اثار او هغه علمي کارونه له مینځه لاړل او له کتابونو نه د سوخت د موادو په توګه ترینه کار اخسته کېده، چې کله به د کتابونو ځېرمې پای ته ورسېدې بیايې د اکاډمۍ د ودانی پر کړکیو او دروازو حملې پيل کړې د کتابونو او ودانیو د فزیکي زیان د محاسبې له مخې د افغانستان علومو اکاډمۍ ته په ملیونونو ډالره زیان اړول شوی وو


لیکوال: نجیب‌الله سلیمی

رڼا پوهنتون © 2024-05-12 15:21:49