English دری پشتو

رڼا پوهنتون

لرلید

رڼا پوهنتون د ادبي نظرېې او کره کتنې د هسک څلي استاد دکتور حسین پاینده کوربه وو

January 07, 2020


دکتور حسین پاینده د رڼا پوهنتون د رهبري په بلنه، په اوسني پېر کې د ادبي کره کتنې د اړتیا په اړه علمي وینا وکړه.
غونډه د پاک قران د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پيل او بیا د رڼا پوهنتون علمي مرستیال دغونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.
ورپسې د رڼا پوهنتون دعلمي څېړنو امرې آغلې سرو رسا رفیع زاده د استاد پاینده ژوند لیک وړاندې کړ او هغه یې وینا لپاره دریځ ته وباله.
ښاغلي پاینده خپلو خبرو کې د معاصر انسان د اړتیا په توګه له نورو سره پر خبرو اترو ټینګار وکړ او ویې ویل چې ادبي کره کتنه نورو سره د خبرو زمینه برابروي او دا د نني انسان اړتیا ده، چې د ناوړه پاوهاوي او تنش د مخنیوي په پار څو غږیز فرهنګ ته مخه کړي، چې دا چاره اکاډمیک چاپیریال کې له ادبي کرکتنې پرته ناشونې ده، دې غونډه کې د بېلابېلو دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو سربیره دوه تنو نوموتو استادانو هر یو رهنورد زریاب او سید حسین فخري هم ګډون کړی و.
د دوکتور پاینده له خبرو وروسته ښاغلي زریاب په خپلو خبرو کې وویل چې ادبي کره کتنې زموږ په ټولنه کې په جدی توګه شکل نه دی نیولی، ځکه چې ادبي اثار پر ادبي کره کتنې مقدم دي، او ادبي کره کتنه هغه مهال یوه ټولنه کې په قوت سره څرګندیږي او ځای نیسي، چې په هغه ټولنه کې ستر ادبي اثار خلق شوي وي.
دغه راز ښاغلي فخري د استاد پاینده پر ګډون او وینا خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د داستانونو کتاب درېیم ټوک کې یې د ښاغلي پاینده له اثارو ډیره ګټه اخیستې ده.
د غونډې په پای کې د استاد پاینده د خدماتو د قدرونې پار هغه ته مننلیک او د رڼاپوهنتون علمي څیړنیزو مجلو ټولګه ډالۍ ګړه.
دغه راز استاد زریاب خپل ځینې اثار او ښاغلي فخري هم خپل ځینې اثار او یو غور چاڼ دې درانه میلمه ته ډالۍ کړل، غونډه د ډلییز انځور په اخیستلو سره پای ته ورسېده.

رڼا پوهنتون © 2024-04-26 21:56:37