English دری پشتو

رڼا پوهنتون

لرلید

د تکنالوژۍ نندارتون پرانیستل شو

January 07, 2020


د رڼا پوهنتون دکمپیوټر ساینس پوهنځي د محصلینو د تکنالوژۍ نندارتون د روان کال د مرغومي په۱۵مه د سولې او پوهنې تالار کې جوړ شو.
محصلینو په دې نندارتون کې ۵ دسافټویر او ۱۵ د روباتیک پروژې نندارې ته وړاندې کړې، د محصلینو پروژو امنیت، سمارټ اوزار او وسایل، سوداګریز او ارتباطي ویب پاڼې او نورې برخې په لمن کې را نغاړلې.
د دې نندارتون پرانیسته کې د رڼا پوهنتون رهبري او علمي پلاوي، د ملي دفاع وزرت د پوځي پالیسو لوی ریس غلام حضرت حسیني باران، د کورنیو چارو وزارت د سازماني اړیکو ریس نوید کاووسي، د مخابراتو وزارت د نوښت او ساینس ریس پوهنمل جاوید بکتاش، د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو لوی ریس معیین معیین او د یاد پوهنځي یو شمېر محصلینو او استادانو ونډه اخیستې وه.
مېلمنو په خپلو خبرو کې د هېواد پرمختګ کې د ځوانانو او تکنالوژي پر نقش ټینګار وکړ، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو استازو ژمنه وکړه چې د رڼا پوهنتون یو شمېر محصلین به خپلو بشري سرچینو کې زیات او د خپلو چارو پر مخ وړلو کې به ترې ګټه واخلي.
دغه راز د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت استازي ژمنه وکړه چې د څېړنې او تحقیق برخه کې به د دې پوهنتون محصلینو ته ځانګړې زمینه سازي وکړ ي.
په پای کې درې تنو غوره ربات جوړونکو او سافټویر طراحانو ته تندیسونه ډالۍ شول.
دا نندارتون په داسې مهال کې تر سره کیږي چې څه موده وړاندې، د اقتصاد پوهنځي تجاري- تحصیلي نندراتون په بریا سره پای ته ورسېده.

رڼا پوهنتون © 2024-04-26 00:34:10