English دری پشتو

Rana University

International Tie Ups

International Tie Ups

رڼا پوهنتون د فعالیت له پیل راهیسې، هڅه وکړه چې امریکا، کاناډا، اروپا، ترکیې، ایران، چین او هند هیوادونو سره د اړیکو لپاره او په ځانګړې توګه دخپلو محصلینو لپاره د پوهاوي لیک په پام کې نیولو سره نړیوال معیارونه پلي کړي.

دا پوهاوی لیک د رڼا پوهنتون محصلینو ته د پرمختللو هېوادونو دلیدنې زمینه برابروي. سربيره پردې، رڼا پوهنتون دمحصلینو لپاره د فول برایټ، چننګ او ICSR پوهانو سره دلیدنې زمینه برابروي او دې پروګرامونو سره دبلدتیا په پار ځانګړې برنامې جوړوي.

له بل پلوه، رڼا پوهنتون، IELTS،ټوفل، دبهرنیو هیوادونو پوهنتونو کې د بېلابېلو څانګو دغوراوي لپاره دچمتوالي پروګرامونه جوړوي. په دې وروستیو کې رڼا پوهنتون دلهستان(پولیند) هیواد اپولو پوهنتون سره داسې پوهاوی لیک لاسلیک کړی، چې له مخې یې محصلین کولای شي خپل وروستی سمستر هلته پای ته ورسوي.

رڼا پوهنتون © 2024-04-18 01:48:11