English دری پشتو

رڼا پوهنتون

لرلید

د رڼا پوهنتون کې "د وخت مديريت بنسټيز اصول" تر عنوان لاندې سمينار وړاندې شو

October 30, 2025


د رڼا پوهنتون کې "د وخت مديريت بنسټيز اصول" تر عنوان لاندې سمينار وړاندې شو د رڼا پوهنتون د محصلانو د ظرفيت لوړونې څانګې د وخت مديريت بنسټيز اصول په عنوان سمينار د دې علمي بنسټ د لس ګونو محصلانو په ګډون سره وړاندې کړ. په دې سمينار کې بېلابېل موارد، لکه: وخت، مدیریت او د وخت مديريت څه دي؟ او اوس مهال د وخت مديريت ارزښت په بشپړ ډول وړاندې شو. ډاکټر سید احمد راشد اشرفي (د سمينار وړاندې کوونکي) وخت ته د ارزښت ورکولو سربېره محصلان په درست ډول د هغې مديريت ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل تر څو په هوښیارۍ خپل وخت مديريت کړي. د دې سمينار د وړاندې کولو موخه د محصلانو ظرفيت لوړونه او د ورځنيو چارو ښه تنظیم یاده شوې ده.

رڼا پوهنتون © 2025-11-03 04:14:34