په دغه کمپاین کې د رڼا پوهنتون لسګونو استادانو، کارکوونکو او محصلینو ګډون وکړ او د وینې په ورکولو سره یې د هغو ناروغانو د ژوند ژغورنې په برخه کې ارزښتناکه ونډه واخیسته، چې د پېښو، جراحي عملیاتو او نورو روغتیايي اړتیاوو له امله وینې ته اړتیا لري.
ګډونوالو د وینې په ورکولو له اړمنو ناروغانو سره خپله خواخوږي څرګنده او د همکارۍ روحیه یې پیاوړې کړه.
د دغه کمپاین ترسره کېدو وښودله چې د پوهنتونونو محصلین، استادان او کارکوونکي د ټولنیزو مسوولیتونو د ادا کولو او د اړمنو کسانو د ملاتړ په برخه کې د پام وړ ظرفیت او لېوالتیا لري.
رڼا پوهنتون هڅه کوي چې د علمي او مسلکي زدهکړو ترڅنګ، د محصلینو ترمنځ د ټولنیز مسوولیت او خواخوږي فرهنګ هم پیاوړی کړي.
رنا پوهنتون د وینې له مرکزي بانک او د دغه کمپاین له ټولو ګډونوالو څخه مننه کوي او له هغو هېوادوالو چې د وینې ورکولو شرایط لري، غوښتنه کوي چې په منظم ډول د وینې په ورکولو سره د اړمنو ناروغانو د اړتیاوو په پوره کولو او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې ونډه



