په دې وبینار کې د چین د شانګهای جیائو تونګ پوهنتون د ژورنالیزم او اړیکو په برخه کې د دوکتورا دورې نوماند محمد شهیر شریفي د مصنوعي ځیرکتیا د انقلاب پر بېلابېلو اړخونو، فرصتونو، ننګونو او د انسان پر ژوند او ټولنه د دغې ټکنالوژۍ د اغېزو په اړه وینا وکړه.
همدارنګه، د مصنوعي ځیرکتیا ماهیت او د فعالیت څرنګوالی، د ټکنالوژۍ ستر بدلونونه، د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې د انسان ځایګی او د لیدیزو او غږیزو محتواوو پر اعتبار او باور د دغې ټکنالوژۍ اغېزې د وبینار له مهمو بحثونو څخه وو.
په دې پروګرام کې د مصنوعي ځیرکتیا د فرصتونو او ننګونو پر پېژندنې د ټینګار ترڅنګ، د ځوان نسل، په ځانګړي ډول د ژورنالیزم پوهنځي د محصلانو لپاره د ټکنالوژۍ له چټکو بدلونونو سره د عالمانه چلند او چمتووالي پر اړتیا هم ټینګار وشو.



