په همدې مناسبت، د یادې سیالۍ د ګټونکو د ستاینې او جایزو د وېش مراسم ترسره شول، چې غوره ګډوالو ته جایزې او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
په دې پروګرام کې ځوانانو ته دا فرصت هم برابر شو، چې د مطالعې له لارې د رسول اکرم ﷺ د سیرت د لا ښې پېژندنې په برخه کې ګامونه پورته کړي.
رڼا پوهنتون د یادې سیالۍ ټولو ګټونکو او ګډونوالو ته د لا ډېرو بریاوو هیله کوي.



