په دغه پروګرام کې د رڼا پوهنتون لسګونو محصلانو او له پوهنتون څخه بهر ګډونوالو ګډون کړی و، چې د فعال ګډون او علمي سیالۍ له لارې یې د رسول اکرم ﷺ د سیرت په اړه خپله پوهه او معلومات وازمویل.
دا سیالۍ د دیني پوهې د زیاتوالي د مطالعې فرهنګ د پياوړتیا او د حضرت محمد ﷺ له اخلاقي او انساني ارزښتونو سره د ځوان نسل بلدتیا ښودل شوې ده.
د رڼا پوهنتون مسوولین تل هڅه کوي چې د علمي او مسلکي زده کړو ترڅنګ، د ځوانانو د فکري، فرهنګي او معنوي ودې لپاره هم مناسبه زمینه برابره کړي.



