Social Media

Rana University Logo
shape

په رڼا پوهنتون کې د «اخلاق او سازماني چلند» تر سرلیک لاندې علمي سمینار جوړ شو

  • کور
  • خبرونه
  • په رڼا پوهنتون کې د «اخلاق او سازماني چلند» تر سرلیک لاندې علمي سمینار جوړ شو
په رڼا پوهنتون کې د «اخلاق او سازماني چلند» تر سرلیک لاندې علمي سمینار جوړ شو

په دغه سمینار کې ګډونوالو ته په کاري چاپېریال کې د اخلاقي اصولو او سازماني ارزښتونو د رعایت، مسوولیت ‌مننې، متقابل درناوي، همکارۍ او د سالمو کاري اړیکو د رامنځته کولو په اړه معلومات ورکړل شول.

همدارنګه، د سازماني پرېکړو په نیولو کې د اخلاقو رول، د مسلکي چلند اغېز، د اختلافونو مدیریت، اداري نظم، رښتینولي، امانت‌ داري او ډله ‌ییز کار په اړه بحث وشو.

په دغه سمینار کې خپلو دندو ته پر ژمنتیا او د مثبت سازماني چلند پر ارزښت ټینګار وشو.

رڼا پوهنتون هڅه کوي، چې د علمي او ښوونیزو پروګرامونو له لارې د استادانو او کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړ او د اخلاقي ارزښتونو پر بنسټ د یوه سالم، منظم او مسوولانه کاري چاپېریال د رامنځته کولو زمینه برابره کړي.

په واټساپ کې زموږ سره خبرې وکړئ په واټساپ کې زموږ سره خبرې وکړئ