په دې برنامه کې محصلینو د پوهنتون له علمي او کاډمیک چاپېریال، د پوهنځيو د جوړښت او فعالیتونو، د تحصیلي برنامو، د ښوونیزو امکاناتو، د قوانیونو او مقرراتو او د محصلینو له مسوولیتونو سره اشنا شول.
په دې برنامه کې محصلین د پوهنتون له استراتیژیک پلان، لید لوري، ماموریت او د علمي او ښوونیزو موخو سره اشنا شول.
دغه راز محصلینو ته د کریډیټ سیسټم، د درسونو د ثبت او انتخاب، د اړتیا وړ د کریډیټونو شمېر، د تحصلیي پرمختګ او نورو مهمو اکاډمیکو لارو چارو په اړه ګټور معلومات ورکړل شول.
دې برنامې یو مناسب فرصت برابر کړ، څو نوي محصلین له استادانو، د پوهنځي له مسوولینو او ټولګیوالو سره اشنا شي او د زده کړې په لاره کې خپل لومړني ګامونه پورته کړي.
د رڼا پوهنتون د اقتصاد پوهنځی، نویو محصلینو ته د زړه له کومې ښه راغلاست وایي او د علم او پوهې په ډګر کې ورته د لا ډېرو بریاوو او روښانه راتلونکي هیله کوي.



