Social Media

Rana University Logo
shape

رڼا پوهنتون؛ په ژورنالیزم پوهنځي کې محصل محوره علمي سمینار ترسره شو

  • کور
  • خبرونه
  • رڼا پوهنتون؛ په ژورنالیزم پوهنځي کې محصل محوره علمي سمینار ترسره شو
رڼا پوهنتون؛ په ژورنالیزم پوهنځي کې محصل محوره علمي سمینار ترسره شو

دغه سمینار د ژورنالیزم پوهنځي د اتم سمسټر محصل رباني خاکي له لوري وړاندې شو.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې مجازي شبکې په اوسنۍ نړۍ کې د انسانانو په ژوند کې مهم او ټاکونکی رول لري او کولای شي د انسانانو د ژوند طرز، هویت او لیدلوري په تدریجي ډول بدل کړي.

په پای کې، ګډونوالو خپلې پوښتنې او نظرونه مطرح کړل او د مجازي شبکو د اغېزو او پر کلتوري ارزښتونو د هغوی د اغېز په اړه یې په متقابل ډول بحث وکړ.

د ژورنالیزم پوهنځي مسوولین هڅه کوي، چې د محصلانو تخصصي پوهه او مسلکي وړتیا پیاوړې کړي او هغوی ته د علمي موضوعاتو د څېړنې، وړاندې کولو او بحث کولو زمینه برابره کړي.

په واټساپ کې زموږ سره خبرې وکړئ په واټساپ کې زموږ سره خبرې وکړئ