د دې لیدنې په ترڅ کې محصلانو د خپرونو د تولید له بېلابېلو څانګو، د پروګرامونو د ثبت له سټوډیوګانو او د کنټرول له خونې څخه لیدنه وکړه او د خبریالانو او رسنیزو تخنیکي کارکوونکو له کاري بهیر سره له نږدې اشنا شول.
دغه پروګرام د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د هغو هڅو په لړ کې جوړ شو، چې موخه یې د نظري زدهکړو او عملي تجربو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده.
د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی هڅه کوي، چې خپل محصلان د رسنیز کار له واقعي شرایطو سره بلد کړي او د هغوی د مسلکي راتلونکي لپاره لازم چمتووالی برابر کړي.



