د دغه علمي سفر په ترڅ کې محصلانو له کورنيو صنعتونو، ملي تولیداتو او د هېواد له اقتصادي ظرفیتونو سره بلدتیا پیدا کړه او د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د کورنیو تولیداتو پر ارزښت یې هر اخیز معلومات ترلاسه کړل.
رنا پوهنتون د دغه ډول علمي پروګرامونو په جوړولو سره د عملي زدهکړو پر اهمیت، د محصلانو د تخصصي پوهې پر لوړولو او د ملي اقتصاد له فرصتونو او ننګونو سره د هغوی پر بلدتیا ټینګار کوي، څو داسې متخصص او وړ کادرونه وروزي چې د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې فعاله ونډه واخلي.



