په دغه سمینار کې شکایتونو د رسېدنې پالیسۍ موخې، اصول او د پلي کېدو پړاوونه تشریح شول او د شفافیت، اداري اصولو رعایت، د راز ساتنې او شکایتونو ته د عادلانه او پر وخت رسېدنې پر اهمیت ټینګار وشو.
د دغه ډول علمي او اداري پروګرامونو جوړول په رڼا پوهنتون کې د اداري نظم د پیاوړتیا، د سازماني اړیکو د ښه والي او د یوه سالم، شفاف او ځواب ویونکي کاري چاپېریال په رامنځته کولو کې اغېزمن ګام بلل کېږي.



