د دغه کمپاین موخه له اړمنو کورنیو سره د مرستې او ټولنیزې همکارۍ د روحیې پیاوړتیا ده، څو د ګډې همکارۍ او خواخوږۍ له لارې د هغوی د ستونزو یوه برخه کمه شي.
رڼا پوهنتون هڅه کوي، چې د علمي او ښوونیز رسالت ترڅنګ، د انساني ارزښتونو په ترویج او له اړمنو سره د مرستې فرهنګ په پیاوړتیا کې فعاله ونډه واخلي او د ټولنې د خدمت لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
له اړمنو سره خواخوږي، مهرباني او مرسته هغه انساني ارزښتونه دي، چې په ټولنه کې د یووالي، همکارۍ او انساندوستۍ روحیې په پیاوړتیا کې مهم رول لري.



