English دری پشتو

رڼا پوهنتون

لرلید

لید سره سم.... رڼا پوهنتون او د فکر او نوښت مرکز د هیواد د ځوانانو وړتیا ځلونې په موخه د ۱۳۹۵/جدي/۱۳ مه د دوشنبې په ورځ د ګډ کار هوکړه لیک لاسلیک کړ.

January 05, 2017


دا پروګرام د استاد عبدالتواب بینش لخوا دپاک قران د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، د رڼا پوهنتون رییس ډاکټر محمد شفیع نعیمي دپیل خبرو کې وویل چې د رڼا پوهنتون او فکر او نوښت مرکز پروګرامونه او د دې پرو ګرامونو ګډه پلیکدا کولای شي په کابل کې دپام وړ ځای خپل او محصلینو او د هېواد ځوانانو ته په لوري ورکولو کې مهم رول ولوبوي.

دغه راز د فکر او نوښت مرکز مشر ډاکټر روح الله امین دا هوکړه لیک ښه لاسته راوړنه وبلله او رڼا یې د ښو کړنو لپاره ګټور چاپېریال وګاڼه .

نوموړي هیله وښوده چې د رڼا پوهنتون له شونتیاو څخه ښه ګټه واخیستل شي.

دفکر او نوښت مرکز یو تن مؤسس ښاغلي ډاکټر مسعود جویا وویل چې دواړه بنسټونه ګډ ارزښتونه لري چې د اوږدې همکارۍ زمینه برابروي، هغه زیاته کړه موږ په دې باور یو چې وبه کولای شوی دهیواد یو لړ ستونزو په ځانګړې توګه د ځوانانو د پرمختګ پر وړاندې پرتو ستونزو د هوارونې لپاره به منطقي لارې ومومو.

رڼا پوهنتون © 2024-03-28 22:41:31