رڼا پوهنتون

د پوهنتون د رییس پیغام

د پوهنتون د رییس پیغام

خوښ یم چې پر راتلونکې باور مندو ځوانانو ته، رڼا پوهنتون ته ښه راغلاست وایم، یو داسې پوهنتون چې بنسټ یې د لرلید لرونکو لخوا ایښودل شوی دي.
رڼا پوهنتون اوسمهال د سوداګرۍ اداره، کمپیوټر ساینس، حقوق او سیاسي علوم، ژورنالیزم او عامه اړیکې دلسانس په کچه تدریسوي چې په نیږدې راتلونکې کې به نورې څانګې هم و لری.
یادې برنامې د دوکتور او ماستر په سویه د ملي او بین المللي مجربو استادانو لخوا په نویو ښوونیزو روشونه سره تدریس کیږي.
رڼا پوهنتون تل د کار موندنې مهارتونو، د رهبرۍ ځانګړنو او د زده کړو د نویو لارو چارو د پراختیا لپاره هڅې کړي دي، د ناتوانه محصلینو لپاره د مرستندویه صندوق جوړول د دې پوهنتون له لومړنیو کارونو څخه دي. پر دې سر بیره د کار موندنې او مشورې ورکولو مرکز جوړل، محصلین د راتلونکې په اړه له تشویش او اضطراب څخه ژغوري او مرسته ورسره کوي چې د خپل پرمختګ لوری ومومي.
ستاسو له باور څخه په مننې ډاډ درکوم چې د دې ټولنې د هر وګړي د زده کړو په اړه به خپل مسؤلیت ادا او د پرمختګ لپاره به یې هڅه او هاند ونه سپموو او د کار بازار ته به علم پروره او زیارکښه نسل وړاندې کړو

محمد ابراهیم زین "صافی"
د رڼا پوهنتون رییس
رڼا پوهنتون
کابل -افغانتسان

پوهنتون رنا © 2024 , 2025