رڼا پوهنتون

د رڼا پوهنتون د حقوقواوسیاسي علومو پوهنځۍ

د رڼا پوهنتون د حقوقواوسیاسي علومو پوهنځۍ

د حقوقو اوسیاسي علوموپوهنځۍ د رڼا پوهنتون د نورو پوهنځیو په شان فعاله پوهنځۍ ده دغه پوهنځۍ مسلکي، مخلص اومتعهد کادرونه لري د ماستریۍ اودکتوراه ترکچې یې په حقوقي اوسیاسي علومو کې زدکړې ترسره کړې اود تدریس پیاوړې تجربه لري .
دې پوهنځۍ د فعالیت له پیل څخه را پدې خوا سلګونه متخصص اومسلکي کادرونه ټولنې ته روزلي اوفارغ کړیدي .د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځئ درسي نصاب په کال ۱۳۹۸ش کی د لوړوزدکړو وزارت له خوا په نړیوالو زدکړه ایزو معیارونو بشپړاوتدوین شویدی . په کال ۱۳۹۹هش کې یې دولتي اوخصوصي پوهنتونونو ته د تطبیق لپاره رسما استولې او د ۱۳۹۹ش کال پسرلني سمسترله پیل څخه په دې پوهنځۍ کې پیل اوپلی شوي دي

وړاند لید

د رڼا پوهنتون دحقوقواوسیاسي علوموپوهنځۍ هڅه کوي د متخصصواو ژمنوعلمي کادرونوپه واسطه د نړیوالو معیارونومطابق زدکړه ایز اوڅیړنیز خدمات وړاندې کړي او د هیواد په کچه منل شوې اوتاثیرلرونکې پوهنځۍ وي .

پوهنځۍ ماموریت

د رڼا پوهنتون دحقوقواوسیاسي علوموپوهنځۍ مسلکي او ژمن علمي کادرونه روزي. ټولنې ته څیړنیزاو زدکړه ایز محورګټورخدمات وړاندې کوي. د حقوقواوسیاسي علوموپوهنځۍ دوې څانګې لري.
۱ـ د سیاسي علومواونړیوالواړیکو څانګه ۲ـ د حقوقو څانګه.

د رڼا پوهنتون د حقوقو اوسیاسی علومو پوهنځۍ د رییس پیغام

په ټوله نړی کی حقوقی اوسیاسی مسایل خورا مهم دی. همدغه علوم د هیواونو اوهیواد والو برخلیک ټاکي. زمونژ هیواد وال هغه مهال د آرام ، مطمین اوسوکاله ژوند خاوندان کیدلای شی. چی د حقوقو اوسیاسی علومو زدکړی عامی اود عامه پوهاوی لپاره یې ځانګړی برنامی پلې شي. د جرایمو ارتکاب اوسیاسي تیروتنوناوړه پایلی دي چی کورنۍ او وګړی مو زیانمن او له نړۍ والې سیالۍ څخه شاته پاتې دي. دهیواد په کچه اړینه ده چې چارواکی، حقوقی اوسیاسی علمی کادرونه دی برخی ته زیاته پاملرنه وکړی.
له دی کبله په پایله کی زمونژهیواد وال په حقوقی اوسیاسی علومو پوه شی. نو په کارده چی دې نیمګړتیا ته متوجه شواو د حقوقی اوسیاسی پوهاوی لپاره هراړخیزه کاروکړو پرته له دی هڅوناشونې ده چې هیوادوال مو پرمختګ وکړي

'گل حمید حمید'
د حقوقواوسیاسی علومو پوهنځۍ رییس

د سیاسي علومواونړیوالواړیکوڅانګه

دغه څانګې د رڼا پوهنتون د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځۍ علمي اواداري برخه کې د جامعې لپاره ارزښتناک علمي، اکادمیک اومیتودیک فعالیتونه ترسره اومتخصص کادرونه یې تربیه کړي

د سیاسي علومو اونړیوالو اړیکود څانګې وړاند لید

د سیاسي علومو اونړیوالواړیکوڅانګه د پیاوړي علمي اوڅیړنیزمقام د ترلاسه کولولپاره هڅه کوي چې د سیاسي علومو د پوهاوي، د سیاسي منازعاتو د مفاهیمود ارزونې اوتجزیې، دعمومي سیاست بنسټ ایښودنې او د منطقوي سیاسي علومو د کارولوپه برخوکې فعالیت وکړي اوپه هیواد کې دعلمي څیړنیز مقام د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي .

د سیاسي علومو اونړیوالو اړیکود څانګې ماموریت

د سیاسي علومو اونړیوالواړیکوڅانګه تحصیلی اوڅیړنیز خدمتونونه ترسره کوي د سیاست بنسټ ایښودنه، د سیاسي نظریو، ښه حکومتولي او دنړیوالواړیکو د مسلطو تیوري ګانود پوهاوي ژمنتیا لري اوهڅه کوي چې متخصص اوپه کارپوه اکادمیک اشخاص وروزي او ټولنې ته یې د خدمت لپاره وړاندې کړي.

د دی څانګې زدکړه ایزی موخې

هغه زدکړه ایزې موخې چې په درسي نصاب کې هغه ته د رسیدو لپاره موثرې برنامې ځانګړې شوېدی د اړوند درسي مضمون په پیل کې یادې او د محتوی د تطبیق لپاره مشخص شوې دي

  • د سیاسي علومو اونړیوالواړیکوله نظریو سره بلدتیا
  • د سیاسي علومواونظریو په رڼاکې د نړیوالومسلو، نړیوال امنیت، اودهیوادونو داخلي اوخارجي سیاست تحلیل اوتجزیه
  • د علمي معیارونو ارزونه او د نړیوالواړیکو د سیاست نقد اوبررسي کول.
  • د علمي مسلو د حل به برخه کې د نویوسیاسي اونړیوالواړیکو دلاس ته راوړنې توانایي.
  • له نظري مفاهیموڅخه د ګټې اخستنې مهارت اوخلاقیت اود نړیوالو سیاسي اوعلمي بحثونوپه وجه د افغانستان او نړیوالو د سیاسي اړیکواومناسباتو تنظیمول
  • آمادگی در نگارش قواعد و مسایل مربوط به روابط بین‌الملل و سیاست‌گذاری‌های داخلی کشور؛
  • د نړیوالو اړیکو د اړونده سیاسي قاعدو لیکلو لپاره چمتووالی. د سیاسی اونړیوالو اړیکود څانګې کاري ساحه
د سیاسی اونړیوالو اړیکود څانګې کاري ساحه

د دې څانګې د فارغانوقابلیت د هیواد د سالمې فضا په تغییر اوتکامل پورې تړلی دی .چی له هغه جملې څخه د دې څانګې کاري ساحه په لاندې ډول لیکل کیژي

  • د بهرنیوچارو وزارت
  • له هیواد څخه بهر دپلماتیکي نمایندګي
  • د نړیوالو اړیکوسازمانونو نمایندګي
  • د جمهوري ریاست د اداري چارو اداره
  • د ملي امنیت شورا
  • د پلان اوپالیسي جوړونې بنسټونه.
  • د سیاسي احزابو ادارې.
  • د چاپي، صوتي، او تصویري رسنیو
  • په دولتي اوخصوصي پوهنتونونو کې د سیاسي اونړیوالو اړیکوعلومو تدریس.
د حقوقو څانګه

دا څانګه له هغه تخصصي بنسټونوڅخه یوبنسټ دی چې د اړونده حقوقي مسایلو د زدګړې، تنظیم اود ښه تربیت په موخه تشکیل شوی دی. سلګونه مسلکي، متخصص او دیني ارزښتونوته متعهد اومخلص وګړي یې ټولنې ته وړاندې کړي اود خدمت جوګه ګرځیدلي.

دحقوقو دڅانګې وړاند لید.

دحقوقو څانګه د نوروعلمي بنسټونوترڅنګ د پیاوړی اوبا ارزښت اکادمیک اعتبارد ترلاسه کولو په موخه حقوقي، علمي مسلکي اوتخصصي خدمات وړاندې کوي . دقوانینود ارزونې، تجزیې او حقوقي ارزښتونود بنسټ ایښودلو په برخوکې ټولنې ته پیاوړي متخصص اوژمن کادرونه روزي ترڅوهیواد والوته د خدمت مصدروګرځي.

د حقوقو څانګې ماموریت

د حقوقو څانګه د نظري اوعلمي تدریس وړاندې کولو لپاره ژمنتیا لري د محصلینوعلمي پیاوړتیا لوړولو، د قوانینوارزونه اوتجزیه، د حقوقی قاعدو پوهاوی اود تخصصي څیړنیزو کړنوپه اړونده برخوکی د ګټې اخستنې په موخه په جزایي، مدني اوتجارتي قضایاو کې پیاوړي علمي کادرونه روزي اوټولنې ته یې د خدمت لپاره وړاندې کوي.


د حقوقود څانګې زدکړه ایزې موخې په لاندې ډول دي.
  • په ملي او نړیواله سطحه د حقوقو نظریو سره بلدتیا.
  • د حقوقي قاعدو د استنباط له فن سره بلدتیا او په اړینو ټولنیزو چارو کې د هغه د پلي کولو مهارت ترلاسه کول.
  • د قوانینواو حقوقی مقرراتو د تطبیق په موخه د اړینو مهارتونوترلاسه کول.
  • د قضاوت، وکالت، حقوقی مشاورې اوحقوقي دعواګانو له فن سره بلدتیا.
  • د حکمیت اوتجارتي منازعاتو په برخه کې د اړینو مهارتونو ترلاسه کول
  • د دیني او ملي تعهد ترڅنګ د حقوقي تخصصي زدکړو د ظرفیت د رشد او ارتقا زمینه برابرول.
  • د صورت دعوا اوشرعی وثایقو د لیکلو سره بلدتیا.
  • نمایندگی‌های سازمان‌های بین‌المللی؛
  • موسسات بین‌المللی.
د حقوقو د څانګې څخه د فارغینو د کار ساحه.
  • درئ ګونې محکمې ( ابتدایه، استیناف اوستره محکمه)
  • د دفاع وکالت.
  • لوی څانوالي (فرمانونواو حکمونود تعقیب او نظارت لوی ریاست)
  • د عدلیې وزارت.
  • د حج ارشاد اواوقافو وزارت.
  • د تفتیش ریاست.
  • په دولتي، خصوصي او نړیوالو بنسټونوکې حقوقي مشاوریت.
  • د نړیوالوسازمانونو نمایندګي.
  • نړیوالی موسسې.

گزارشات

د پروګرام فیس

جزیات رقم په افغانیو د تادیاتو طریقه اندازه جمله
د نوم لیکنې فیس 5,000 یوځل 1 5,000
شهریه 30,000 سمستر 8 240,000
د کتابتون فیس 1,000 یوځل 1 1,000
د پروګرام ټول فیس افغانی 247,000

پوهنتون رنا © 2024 , 2025