د رڼا پوهنتون دحقوقواوسیاسي علوموپوهنځۍ هڅه کوي د متخصصواو ژمنوعلمي کادرونوپه واسطه د نړیوالو معیارونومطابق زدکړه ایز اوڅیړنیز خدمات وړاندې کړي او د هیواد په کچه منل شوې اوتاثیرلرونکې پوهنځۍ وي .
د رڼا پوهنتون دحقوقواوسیاسي علوموپوهنځۍ مسلکي او ژمن علمي کادرونه
روزي. ټولنې ته څیړنیزاو زدکړه ایز محورګټورخدمات وړاندې کوي. د
حقوقواوسیاسي علوموپوهنځۍ دوې څانګې لري.
۱ـ د سیاسي علومواونړیوالواړیکو څانګه ۲ـ د حقوقو څانګه.
په ټوله نړی کی حقوقی اوسیاسی مسایل خورا مهم دی. همدغه علوم د
هیواونو اوهیواد والو برخلیک ټاکي. زمونژ هیواد وال هغه مهال د
آرام ، مطمین اوسوکاله ژوند خاوندان کیدلای شی. چی د حقوقو
اوسیاسی علومو زدکړی عامی اود عامه پوهاوی لپاره یې ځانګړی
برنامی پلې شي. د جرایمو ارتکاب اوسیاسي تیروتنوناوړه پایلی دي
چی کورنۍ او وګړی مو زیانمن او له نړۍ والې سیالۍ څخه شاته پاتې
دي. دهیواد په کچه اړینه ده چې چارواکی، حقوقی اوسیاسی علمی
کادرونه دی برخی ته زیاته پاملرنه وکړی.
له دی کبله په پایله کی زمونژهیواد وال په حقوقی اوسیاسی علومو
پوه شی. نو په کارده چی دې نیمګړتیا ته متوجه شواو د حقوقی
اوسیاسی پوهاوی لپاره هراړخیزه کاروکړو پرته له دی هڅوناشونې ده
چې هیوادوال مو پرمختګ وکړي
دغه څانګې د رڼا پوهنتون د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځۍ علمي اواداري برخه کې د جامعې لپاره ارزښتناک علمي، اکادمیک اومیتودیک فعالیتونه ترسره اومتخصص کادرونه یې تربیه کړي
د سیاسي علومو اونړیوالواړیکوڅانګه د پیاوړي علمي اوڅیړنیزمقام د ترلاسه کولولپاره هڅه کوي چې د سیاسي علومو د پوهاوي، د سیاسي منازعاتو د مفاهیمود ارزونې اوتجزیې، دعمومي سیاست بنسټ ایښودنې او د منطقوي سیاسي علومو د کارولوپه برخوکې فعالیت وکړي اوپه هیواد کې دعلمي څیړنیز مقام د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي .
د سیاسي علومو اونړیوالواړیکوڅانګه تحصیلی اوڅیړنیز خدمتونونه ترسره کوي د سیاست بنسټ ایښودنه، د سیاسي نظریو، ښه حکومتولي او دنړیوالواړیکو د مسلطو تیوري ګانود پوهاوي ژمنتیا لري اوهڅه کوي چې متخصص اوپه کارپوه اکادمیک اشخاص وروزي او ټولنې ته یې د خدمت لپاره وړاندې کړي.
هغه زدکړه ایزې موخې چې په درسي نصاب کې هغه ته د رسیدو لپاره موثرې برنامې ځانګړې شوېدی د اړوند درسي مضمون په پیل کې یادې او د محتوی د تطبیق لپاره مشخص شوې دي
د دې څانګې د فارغانوقابلیت د هیواد د سالمې فضا په تغییر اوتکامل پورې تړلی دی .چی له هغه جملې څخه د دې څانګې کاري ساحه په لاندې ډول لیکل کیژي
دا څانګه له هغه تخصصي بنسټونوڅخه یوبنسټ دی چې د اړونده حقوقي مسایلو د زدګړې، تنظیم اود ښه تربیت په موخه تشکیل شوی دی. سلګونه مسلکي، متخصص او دیني ارزښتونوته متعهد اومخلص وګړي یې ټولنې ته وړاندې کړي اود خدمت جوګه ګرځیدلي.
دحقوقو څانګه د نوروعلمي بنسټونوترڅنګ د پیاوړی اوبا ارزښت اکادمیک اعتبارد ترلاسه کولو په موخه حقوقي، علمي مسلکي اوتخصصي خدمات وړاندې کوي . دقوانینود ارزونې، تجزیې او حقوقي ارزښتونود بنسټ ایښودلو په برخوکې ټولنې ته پیاوړي متخصص اوژمن کادرونه روزي ترڅوهیواد والوته د خدمت مصدروګرځي.
د حقوقو څانګه د نظري اوعلمي تدریس وړاندې کولو لپاره ژمنتیا لري د محصلینوعلمي پیاوړتیا لوړولو، د قوانینوارزونه اوتجزیه، د حقوقی قاعدو پوهاوی اود تخصصي څیړنیزو کړنوپه اړونده برخوکی د ګټې اخستنې په موخه په جزایي، مدني اوتجارتي قضایاو کې پیاوړي علمي کادرونه روزي اوټولنې ته یې د خدمت لپاره وړاندې کوي.
جزیات | رقم په افغانیو | د تادیاتو طریقه | اندازه | جمله |
د نوم لیکنې فیس | 5,000 | یوځل | 1 | 5,000 |
شهریه | 30,000 | سمستر | 8 | 240,000 |
د کتابتون فیس | 1,000 | یوځل | 1 | 1,000 |
د پروګرام ټول فیس | افغانی | 247,000 |
پوهنتون رنا © 2024 , 2025